مكه المكرمه 30 مئی (اے پی پی) د سعودي د حج او عمرې وزير ډاكټر محمد صالح بنتن وئېلي دي د سعودي حكومت د كوم امتياز نه بغېر د حج او عمرې لپاره د راتلونكو مسلمانانو هركلے كوي٬د خادم الحرمين الشريفين په خاص سپارښتنه د حاجيانو زياتو آسانيو لپاره د ضيوف الرحمان خذمت پروګرام پېل كړی شوې۔په مكه المكرمه كښې د او آئي سي مشرانو غونډې په مهال مېډيا سنټر …
د سعودي حج وزير ډاكټر محمد صالح بنتن پرېس كنفرنس
مكه المكرمه 30 مئی (اے پی پی) د سعودي د حج او عمرې وزير ډاكټر محمد صالح بنتن وئېلي دي د سعودي حكومت د كوم امتياز نه بغېر د حج او عمرې لپاره د راتلونكو مسلمانانو هركلے كوي٬د خادم الحرمين الشريفين په خاص سپارښتنه د حاجيانو زياتو آسانيو لپاره د ضيوف الرحمان خذمت پروګرام پېل كړی شوې۔په مكه المكرمه كښې د او آئي سي مشرانو غونډې په مهال مېډيا سنټر كښې پرېس كنفرنس ته ده ووئيل د خادم الحرمين الشريفين په خاص سپارښتنه حاجيانو ته د زياتو آسانۍ وركولو لپاره د سعودي حج وزارت ضيوف الرحمان خذمت پروګرام پېل كړې۔په دې پروګرام عملدرآمد لپاره به د 30 نه زياتې دولتي او شخصي ادارې مرسته كوي۔د ډاكټر بنتن وېنا ده د دې پروګرام ترمخه به د الله د مېلمنو الحرمين الشريفين ته رسنه اسانه شي او د جديدې ټېكنالوجۍ سره به د سفر آسانۍ وركړې شي










