مسجد الحرام كښې د 138 كاله پخواني بانك ريكارډنګ واورولې شو

مکه مکرمه ۔ 20 مئی (اے پی پی) شاہ عبدالعزیز اکېډېمۍ مسجد الحرام كښې د 138 كاله پخواني بانګ آډيو ريكارډنګ واورولو۔ د سعودي ورځپاڼې ترمخه په دغه دور كښې لاؤډ سپيكر نه ؤ او اذان به نېغ په نېغه كولې شو۔ د بانګ آډیو په اورېدو پخوانې وخت رايادېږي ۔ د شاہ عبدالعزیز اکېډمۍ ترمخه مسجدالحرام كښې د اذان ریکارډنګ د 1302 هجرۍ كال 1885ء دے كوم چې د هالېنډ د ختيځو قامونو او مذهبي سكالر كرسټين سنوك هور ريكارډ كړې ؤ ۔ دا ريكارډنګ د هالېنډ په ليډن پوهنتون كښې محفوظ دے۔ شاہ عبدالعزیز اکېډمۍ لیډن پوهنتون څخه د اذان ريكارډنګ ترلاسه كولو سره په خپل ټويټر اكاؤنټ اپ لوډ كړې۔ د اذان ریکارډنګ سره سره د مسجد الحرام پخواني عكسونه هم ښودلې شوي دي