کوېت۔ 18مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان كوېت سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ كوېت په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده۔ دا خبره ده د كوېت دوهم وزيراعظم او خارجه وزير شېخ صباح خالد الحماد الصباح لخوا د خالي په ورځ په خپل درناوي كښې كړې د روژه ماتي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اكستان كوېت …
پاکستان کوېت سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ كويت په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده۔ شاه محمود قرېشي
کوېت۔ 18مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان كوېت سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ كوېت په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده۔ دا خبره ده د كوېت دوهم وزيراعظم او خارجه وزير شېخ صباح خالد الحماد الصباح لخوا د خالي په ورځ په خپل درناوي كښې كړې د روژه ماتي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اكستان كوېت سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ كوېت په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده۔ ده ووئيل 100 زره څخه زيات پاكستاني تاركين وطن د كوېت په تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ د كوېت خارجه وزير په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان زمونږ ورور اسلامي هېواد دې او كوېت هم پاكستان لپاره دا جذبه لري۔ ده ووئيل پاكستاني وګړي خواري كوؤنكي دي۔ كوېت لپاره ددوئي خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده كوېت ته په راتلو د خارجه وزير او دده د پلاوي مننه وكړه۔











