هیومن رائټس واچ د حزب اسلامي افغانستان پخواني قمندان فریادي زرداد په خوشې كېدو تشويش څرګند كړو

لندن 21 دسمبر (اے پي پي)د بشري حقونو نړيوال تنظيم هیومن رائټس واچ د حزب اسلامي افغانستان پخواني قمندان فریادي زرداد په خوشې كېدو تشويش څرګندولو سره وئيلي دې د خوشې كېدو نه پس ھغه د ھغه كسانو په ضد انتقامي كاروائي كولې شي چا چې د هغه په نيولو كښې مرسته كړې وه۔ د ميډيا راپورونو له مخې فریادي سرور زرداد ته 15 كاله وړاندې د برتانيې سنټرل كريمينل عدالت د 20 كالو زندان سزا اورولې وه خو تېره ورځ د برتانيې چارواكو ھغه په پېرول خوشې كولو سره افغانستان ته ډي پورټ كړے او د ھغه د خپلې سزا 9 كاله زندان كړې۔ د واچ بيان له مخې دې اقدام سره به ھغه كسان خطر سره مخ شي چا چې د زرداد په نيولو كښې مهم كردار لوبولې ٶ او د هغه په ضد ئې عدالت كښې ګواهي وركړې وه۔