میکسیکو كښې كوچنۍ الوتكه رانسكوره شوه، 14 كسان مړه

میکسیکو سټی 07 مئی(اے پی پی) د میکسیکو ځائې چارواكو وئيلي د امریکې لاس ویګاس ښار څخه میکسیکو ته راتلونكې كوچنۍ الوتكه شمالی ښار مانېری سره نزدې رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې په الوتكه كښې ناست 14 مسافر مړه شوې دي۔ دا الوتكه د لاس ویګاس څخه مونټېری لپاره روانه شوې وه خو څه وخت پس د الوتكې د راډار څخه رابطه منقطع شوې۔ ورځپاڼې ریفورما له مخې الوتكه كښې 11 مسافر او د عملې درې كسان پشمول 14 كسان ناست ؤ۔ میکسیکو ریاست کواهویلا ایمرجنسی څانګې چارواكو فریناډو اورټا ووئيل تباہ شوې الوتكې ملبه د هوائي الوتكې پھ مرسته لټولې شوي