په قامي باكسنګ چيمپئن شپ كښې ګډون كوٶنكې لوبدلې به (سبا) اسلام آباد ته رارسي

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) په قامي باكسنګ چيمپئن شپ كښې ګډون كوٶنكې لوبدلې به (سبا) د اتوار په ورځ اسلام آباد ته رارسي او چېمپئن شپ به په 29م اپرېل پېل كېږي چې پكښې به د ګرد هېواد 14 لوبدلې ګډون كوي۔ په دې لوبډلو كښې د پاك آرمی، پاك نېوي، د پاکستان ائېرفورس، پاکستان ریلوے، پاکستان پولیس، پاکستان واپډا، کراچی الیکټرك، کراچی پورټ ټرسټ، پنجاب، سندھ، خېبر پښتونخوا، بلوچستان، اسلام آباد او د آزاد جمو او کشمیر لوبډلې شاملې دي