د کرائسټ چرچ په جوماتونو د ډزو پېښه ٬ د نيوزي لېنډ كابينې وسله ساتلو سره اړوند قانون كښې لس ورځو كښې د اصلاحات كولو پرېكړه

کرائسټ چرچ 18 مارچ (اے پي پي) د نیوزي لېنډ وزیراعظم جېسنډرا آرډرن وئيلي دي چې د وګړو د تحفظ او سلامتيا په خاطر به راتلونكو لس ورځو كښې د وسلې ساتلو په اړه نوې قانون جوړولې شي۔ خبري كنفرنس ته د وېنا په مهال دې ووئيل د کرائسټ چرچ د افسوسناكې پېښې نه پس ضروري شوې چې مونږ په نيوزي لېنډ كښې مېشته وګړو ته هر ډول سلامتيا وركول …

کرائسټ چرچ 18 مارچ (اے پي پي) د نیوزي لېنډ وزیراعظم جېسنډرا آرډرن وئيلي دي چې د وګړو د تحفظ او سلامتيا په خاطر به راتلونكو لس ورځو كښې د وسلې ساتلو په اړه نوې قانون جوړولې شي۔ خبري كنفرنس ته د وېنا په مهال دې ووئيل د کرائسټ چرچ د افسوسناكې پېښې نه پس ضروري شوې چې مونږ په نيوزي لېنډ كښې مېشته وګړو ته هر ډول سلامتيا وركول باوري كړو۔دې ووئيل زما كابينې د وسلې ساتلو پحقله په قوانينو كښې په اصولي توګه د اصلاحاتو پرېكړه كړې ده۔ دې ووئيل تېره جمعه د كراسټ چرچ په دوه جوماتو ډزو كښې تورن جديد اټومېټك ګن كارولې۔ دې ووئيل پوليسو وسله خرڅونكي څخه هم پلټنې پېل كړې دي۔ د يادونې وړ ده چې وګړو حكومت څخه غوښتنه كړې وه چې د پښې له مخې د وسلې په خاص توګه د سېمي آټومېټك رائفلز خرڅولو پحقله دې په قوانينو كښې بدلون وكړې شي