د امن نوبل انعام د خپلو هېوادوالو په نوم كوم۔ د كولمبيا اولس مشر سنټوس

اوسلو 12 دسمبر (اے پي پي) د كولمبيا اولس مشر جان مينوئيل سنټوس د امن نوبل انعام خپل جنګ ځپلي هېواد لپاره د جنت څخه راغلې يوه ډالې ګرځولې او وئيلي ئې دي چې دا انعام د خپلو هېوادوالو په نوم كوم۔ د خالي په ورځ د ناروے په اوسلو ښار كښې د نوبل دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې ياغيانو سره د لوظنامې نه مونږ دا نتيجه اخستې شو چې د امريكې لويې وچې- الاسكا نه تر پاټاګونيا پورې د امن ځائ دے۔ د كولمبيا اولس مشر ته نوبل انعام فارك ياغيانو سره د سولې تړون لپاره په هڅو كولو وركړے شوے