د ترهګرې په ضد دې د سعودي پشمول د اسلامي هېوادونو بلاك جوړ كړے شي۔ اېرن

تهران 11 دسمبر (اے پي پي) اېران تجويز وړاندے كړے چې د ترهګرې ختمولو او د اقتصادي شركت عمل ودې لپاره دې د اسلامي هېوادونو يو داسې بلاك جوړ كړے شي چې سعودي عربستان پكښې هم شامل وي۔ د اتوار په ورځ يو امنيتي كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د اېران د پارلمان سپيكر علي لاريجاني ووئيل چې بايد اېران او سعودي تركيه٬ مصر٬ عراق او پاكستان ځان سره يو ځائ كړي۔ ده ووئيل چې بايد سيمه ايز امن ته وده وركړې شي او بايد د فلسطينيانو دفاع وكړې شي۔