په نائجېريا كښې د كليسا چت لوېدو په پېښه كښې 60 كسان مړه شوي دي

ابوجا 11 دسمبر (اے پي پي) د نائجېريا په سوئيلي ختيزه سيمه اويو كښې د يو بشپ د وېنا په مهال د يوې كليسا چت لوېدو په پېښه كښې 60 كسان مړه شوي دي۔ ځينې راپورونه وائي چې د مړو كسانو شمېره د دې نه هم زياته ده او اندېښنه ده چې ډېر كسان لا هم تر ملبه لاندې دي۔ د دستورې په مهال په رېنرز بائبل چرچ كښې د سلګونو په شمېر كسان موجود وو چې پكښې د اكوا ابوم ايالت والي اوډوم امانوئل هم شامل دے كوم چې په دې پېښه كښې رو غ پاتې شوے۔ د خبر له مخې دا ودانې نوې جوړه شوې وه۔ والي وئيلي دي چې پلټنې به كولې شي چې آيا د ودانې په جوړولو كښې د حفاظتي اصولو څخه سړغړونه خو نه ده شوې۔ اولس مشر محمد بخاري په پېښه خواشيني ښودلې۔ يو عېني شاهد ټي وي ته ووئيل چې د والي د رارسېدو نه شل دقيقې وروستو چت په عبادت كوونكو راولوېدو او والي زر تر زره اويستل شو۔ په كال 2014م كښې د نائجېريا په لاګوس ښار كښې په داسې يوه پېښه كښې ګڼ شمېر كسان مړه شوي وو۔