په سوريه كښې دې په سمدستي توګه جنګ بندې كړے شي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ قرارداد

ملګري ملتونه 10 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په سوريه كښې په سمدستي توګه د جنګ بندې غوښتنه كړې۔ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې په دې لړ كښې د كاناډا لخوا يو قرارداد وړاندے كړے شو چې په حق كښې ئې 122 هېوادونو رائې وركړې او په ضد ئې يوازې 13 رائې وركړې شوې۔ په دې قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې په سوريه …

ملګري ملتونه 10 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په سوريه كښې په سمدستي توګه د جنګ بندې غوښتنه كړې۔ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې په دې لړ كښې د كاناډا لخوا يو قرارداد وړاندے كړے شو چې په حق كښې ئې 122 هېوادونو رائې وركړې او په ضد ئې يوازې 13 رائې وركړې شوې۔ په دې قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې په سوريه كښې دې په سمدستي توګه جنګ بند كړے شي او هلته دې د محصور خلقو په سمدستي توګه مرسته وكړې شي۔ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې روسيې او چين څو ورځې وړاندې د سوريې په اړه يو مهم قرارداد وېټو كړے و۔﴿

مزید خبریں