نړيواله ورورولي دې د كشمير مسئلې حل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ پلوامه پېښې څخه وروستو هند منطقه كښې قصدا ً تاؤ تريخوالې زيات كړې دې۔ ملګري ملتونه دې كشمير لپاره خپل استازې وټاكي۔ ملګري ملتونه دې منطقه كښې امن ته پېښ خطر ختمولو له د كشمير مسئله حل كړي۔ د ناروے پخواني وزيراعظم جل بونډویک او د آزاد کشمیر صدر سردار مسعود خان د ګډه خبري كنفرنس

اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) د ناروے پخواني وزيراعظم او د اوسلو سنټر فار پیس اېنډ هیومن رائټس چیئرمېن جل بونډویک او د آزادکشمیر اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي نړيواله ورورولي دې د كشمير مسئلې حل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ پلوامه پېښې څخه وروستو هند منطقه كښې قصدا ً تاؤ تريخوالې زيات كړې دې۔ ملګري ملتونه دې كشمير لپاره خپل استازې وټاكي۔ ملګري …

اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) د ناروے پخواني وزيراعظم او د اوسلو سنټر فار پیس اېنډ هیومن رائټس چیئرمېن جل بونډویک او د آزادکشمیر اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي نړيواله ورورولي دې د كشمير مسئلې حل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ پلوامه پېښې څخه وروستو هند منطقه كښې قصدا ً تاؤ تريخوالې زيات كړې دې۔ ملګري ملتونه دې كشمير لپاره خپل استازې وټاكي۔ ملګري ملتونه دې منطقه كښې امن ته پېښ خطر ختمولو له د كشمير مسئله حل كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوئي كشمير هاؤس اسلام آباد كښې د ګډې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې د ناروے پخواني وزيراعظم ووئيل زه د پلوامه پېښې غندنه كوم ولې دا غوښتنه كوم چې د كشمير مسئله دې د خبرو اترو د لارې حل كړې شي۔ ده ووئيل ددې مسئلې كوم پوځي حل نشته ځكه هند او پاكستان دې د زغم او صبر څرګندونه وكړي۔ ده په نړيواله ورورولۍ هم زور راوړو چې ددې مسئلې حل كولو له دې خپل كردار ترسره كړي۔ د آزاد كشمير اولس مشر ووئيل د هند د بي جے پي حكومت منطقه د جنګ شعلو ته ټېل كول غواړي۔ د پلوامه پښې څخه زيات خو مقبوضه كشمير كښې د هند زور ظلم او زياتې دې۔ ده ووئيل هند دې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ضد روانې خلاف ورزۍ بندې كړي۔ ده غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونو دې كشمير لپاره خپل استازې وټاكي۔ ده زياته كړه چې هند دې د كوم جارحيت څخه ډډه وكړي۔