اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پلوامه كښې په رامخې ته شوې پېښه مونږ ته خفګان شوې۔ دا د افسوس وړ پېښه كومه كښې چې د ځانونو زيان وشو او وګړي ژوبل شول ٬ دا زمونږ ايجنډا نه ده۔ هند د تحقيق نه غېر خپل غبرګون ښودلې۔ نوې ډيلې كه ثبوت لري نو وړاندې دې كړي پاكستان مرستې له چمتو دے۔ …
پلوامه پېښه د افسوس وړ ده ۔ په ځاني زيان خفګان شوې۔ هند د تحقيق نه غېر خپل غبرګون ښودلې۔ پاكستان په سفارتي توګه يواځې كول د هند وهم دے۔ نوې ډيلې كه ثبوت لري نو وړاندې دې كړي پاكستان مرستې له چمتو دے۔ بې بنسټه تورونو لګولو سره به هند ته هېڅ ترلاسه نه شي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ميونخ كښې وائس آف امريكا سره خصوصي خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پلوامه كښې په رامخې ته شوې پېښه مونږ ته خفګان شوې۔ دا د افسوس وړ پېښه كومه كښې چې د ځانونو زيان وشو او وګړي ژوبل شول ٬ دا زمونږ ايجنډا نه ده۔ هند د تحقيق نه غېر خپل غبرګون ښودلې۔ نوې ډيلې كه ثبوت لري نو وړاندې دې كړي پاكستان مرستې له چمتو دے۔ بې بنسټه تورونو لګولو سره به هند ته هېڅ ترلاسه نه شي۔ پاكستان په سفارتي توګه يواځې كول د هند وهم دے۔ ميونخ كښې د سېكورټي كنفرنس په مهال وائس آف امريكا سره خصوصي خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان په سفارتي توګھ يواځې كول د هند وهم دے۔ هند دې كښې پخوا هم ناكامه شوې دې او سباؤن كښې به هم ناكامۍ سره مخ وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل هند بايد خپل وګوري چې مقبوضه كشمير كښې د اولس د احتجاج سبب څه دے۔ پاكستان د زرګونو په شمېر مېرمنې د مقبوضه وادۍ سړكونو ته په راويستلو مجبورولې نه شي۔ خارجه وزير پوښتنه وكړه چې آيا مقبوضه كشمير كښې د جنازو پورته كولو انتظام هم پاكستان كوي۔پاكستان كه دا غواړي هم نه شي كولې۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس خفه دې او خپلې مرضۍ و منشاﺀ سره احتجاج لپاره راوځي۔ ده ووئيل هند د خپلې پالېسۍ او رويې دلاسه هند څخه لاس وينځي










