امريكې د داعش ملا ماته كړې۔ باراك اوباما

واشنګټن 07 دسمبر (اے پي پي) د امريكې اولس مشر باراك اوبامه وئيلي دي چې د ده په مشرې كښې د داعش ډلې په ضد جنګ سخت٬ مستقل او ګڼ اړخيزه پاتې شوے او دې سره په ټوله نړۍ كښې د امريكې پاليسي د ترهګرو په اړه بدلېدونكې په نظر راځي۔ د برتانوي مېډيا له مخې د امريكې په فلورېډا ايالت كښې د قومي سلامتيا په اړه د امريكائي اولس …

واشنګټن 07 دسمبر (اے پي پي) د امريكې اولس مشر باراك اوبامه وئيلي دي چې د ده په مشرې كښې د داعش ډلې په ضد جنګ سخت٬ مستقل او ګڼ اړخيزه پاتې شوے او دې سره په ټوله نړۍ كښې د امريكې پاليسي د ترهګرو په اړه بدلېدونكې په نظر راځي۔ د برتانوي مېډيا له مخې د امريكې په فلورېډا ايالت كښې د قومي سلامتيا په اړه د امريكائي اولس مشر په توګه په خپله وروستې وېنا كښې د ترهګرې د مخ نيوي په اړه د امريكې په پالېسې خبرې وكړې۔ باراك اوباما په دې لړ كښې د خپلې پالېسې دفاع وكړه۔ ده ووئيل چې امريكې د شدت خوښې په ضد جنګ كښې مرستې لپاره د شركت نېټ ورك جوړ كړے۔

مزید خبریں