په سعودي كښې په ټرافيكي پېښه كښې ناوې او زلمې په حق رسېدلي٬ درې كسان ژوبل

رياض 04 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب په ابها ښار كښې په يوه ټرافيكي پېښه كښې ناوې او د واده زلمې مړه او درې كسان ژوبل شوي دي۔ د سعودي ځائي مېډيا له مخې په ټرافيكي پېښه كښې ناوې په ټكي مړه شوې او زلمي په روغتون كښې ساه وركړې۔ د هلال احمر وياند له مخې په پېښه كښې درې كسان ژوبل شوي هم دي كوم چې روغتون ته رسول شوي دي