واشنګټن ۔01 فروری(اے پی پی) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي كه طالبانو سره امن لوظنامه وشوه نو افغانستان څخه به ټول امريكائي ځواكونه بېرته وغواړو۔ د امريكې د ابلاغ ذريعو ترمخه سپينې مانړۍ څخه دا بيان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوې كله چې دا خبرونه راروان دي چې 17 كاله وروستو د افغان شخړې هواري له د امريكې او باغي ډلې ترمينځھ د امن سمجھوتې …
طالبانو سره د امن لوظنامې په صورت به افغانستان څخه ټول امريكائې ځواكونه بېرته وغواړو۔ اولس مشر ټرمپ

مزید خبریں
واشنګټن ۔01 فروری(اے پی پی) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي كه طالبانو سره امن لوظنامه وشوه نو افغانستان څخه به ټول امريكائي ځواكونه بېرته وغواړو۔ د امريكې د ابلاغ ذريعو ترمخه سپينې مانړۍ څخه دا بيان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوې كله چې دا خبرونه راروان دي چې 17 كاله وروستو د افغان شخړې هواري له د امريكې او باغي ډلې ترمينځھ د امن سمجھوتې مسودې په فرېم ورك صلا يوه شوې ده۔ امريكائې استازې زلمے خليل زاد د دې خبرې تصديق كړې۔ طالبانو سره دوحه كښې د څو ورځو څخه روانو خبرو نه ورستو افغان مفاهمت لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد وئيلي دي دواړو ډلو په اصولي توګه په فرېم ورك رضامندي ښكاره كړې ۔ دې سره به بېلو هېوادونو سره د تعلق لرونكو ترهګرو تنظيمونو ياغيان په كومو كښې چې القاعده او داعش شامل دي د امريكې او اتحاديانو سره سره د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو په ضد بريدونو له افغان خاوره نشي كارولې ۔ د دې په بدل كښې به امريكا افغانستان څخه خپل ځواكونه ستانه كړي۔ ولې طالبانو لپاره به دا لازمي وي چې هغه په جنګ بندۍ عملدرآمد وكړي او افغان حكومت سره خبرې اترې پېل كړي۔ د طالبانو وېنا ده دواړه ډلې به راروانه مياشت هم خبرې اترې روانې ساتي۔ په دې مهال كله چې طالبانو امريكائي اهلكارو سره د خبرو عمل روان ساتلې هغوي د افغان حكومت استازو سره ملاقات څخه انكار كړې







