اسلام آباد 05 دسمبر (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا وئېلي دي چې د هند هارټ آف اېشيا كنفرنس كښې پاكستان سره رويه افسوس ناكه وه٬مونږ د افغانستان پشمول ټولې منطقې له امن غواړو او دا ګڼو چې يو امن ناكه او څوكاله افغانستان زمونږ په ګټه دے٬د نړيوالو بندېزونو باوجود مونږ افغانستان پرېښودلې نه دې٬په امرتسر كښې چې څه شوي د دې وړاندې څخه اندازه وه٬سره د …
د هند هارټ آف اېشيا كنفرنس كښې پاكستان سره رويه افسوس ناكه وه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 دسمبر (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا وئېلي دي چې د هند هارټ آف اېشيا كنفرنس كښې پاكستان سره رويه افسوس ناكه وه٬مونږ د افغانستان پشمول ټولې منطقې له امن غواړو او دا ګڼو چې يو امن ناكه او څوكاله افغانستان زمونږ په ګټه دے٬د نړيوالو بندېزونو باوجود مونږ افغانستان پرېښودلې نه دې٬په امرتسر كښې چې څه شوي د دې وړاندې څخه اندازه وه٬سره د تاؤ تريخوالي د افغانستان امن عمل كښې ګډون كولو له هند ته لاړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پي ټي وي يو پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل هارټ آف اېشيا كنفرنس كښې پاكستان سره د هند په رويه افسوس شوې۔پاكستان هند ته د تللو يو ښكاره مقصد وو او هغه مقصد منطقه او په خاص توګه افغانستان كښې امن او سلامتيا ده۔پاكستان يو كلك عزم لري چې د افغان امن عمل لپاره چرته چې هم كنفرنس وي ضرور به ګډون كوو ولې چې مونږ ګڼو چې يو امن ناكه او څوكاله افغانستان زمونږ په ګټھ دے۔د خارجه دفتر وياند ووئيل افغانستان سره زمونږ ځانګړې اړيكې دي او پاكستان خپلو افغان وروڼه خوائندې كله هم پرېښودلې نه دي او د لاكهونو په شمېر افغان كډوالو د څو لسيزو نه مېلمستيا كوي۔ده ووئيل د پاكستان موجوده حكومت خپلو ګاونډيانو سره ښه اړيكې غواړي او زمونږ د زغم پالېسي دې زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي۔پاكستان د كوم هم جارحيت سم ځواب وركولو صلاحيت لري۔نفيس زكريا ووئيل هند كشمير كښې په بې وسه اولس ظلم او زياتې كوي٬په كنټرول لائن د تاؤ تريخوالي پېدا كولو سره د نړۍ پام مقبوضه كشمير كښې روانو ظلمونو څخه بل پلو كول غواړي۔ده ووئيل نړۍ ته معلومه ده چې د هند او پاكستان ترمينځه چې څه كېږي سوب يې د كشمير مسئله ده تر كومې چې دا حل شوي نه وي امن په ځاې كېدے نه شي۔وزيراعظم د ملګرو ملتونو پشمول په هر نړيوال فورم دا مسئله پورته كړې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هند د پاكستان د سي پېك ترمخه پرمختګ ليدلې نه شي











