د هند په هماچل پردېش ايالت كښې د سوائن فلو په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 10 ته ورسېده

نوې ډيلې 29 جنوري (اے پي پي) د هند په هماچل پردېش ايالت كښې د تېرو 20 ورځو په مهال د سوائن فلو په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 10 ته رسېدلې۔ د هند خبري اژانس له مخې په هماچل پردېش ايالت كښې سوائن فلو وبائي صورتحال اختيار كړے۔ په دې ايالت كښې د 20 ورځو په مهال د سوائن فلو په نتيجه كښې 10 كسان مړه شوي دي۔ …

نوې ډيلې 29 جنوري (اے پي پي) د هند په هماچل پردېش ايالت كښې د تېرو 20 ورځو په مهال د سوائن فلو په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 10 ته رسېدلې۔ د هند خبري اژانس له مخې په هماچل پردېش ايالت كښې سوائن فلو وبائي صورتحال اختيار كړے۔ په دې ايالت كښې د 20 ورځو په مهال د سوائن فلو په نتيجه كښې 10 كسان مړه شوي دي۔ دغسې په درې كسان په پي جي آئي چندي ګړھ كښې هم په دې ناروغې مړه شوي دي۔ په هماچل پردېش ايالت كښې د سوائن فلو نور 35 ځپلي كسان روغتون ته رسول شوي دي۔ حكومتي چارواكو خلقو ته وئيلي دي چې د ټوخي٬ تبې او زكام په صورت كښې دې په سمدستي توګه روغتون ته ځان ورسوي۔