د سوډان اولس مشر عمر البشير مصر ته ورسېدو

خرطوم 28 جنوري (اے پي پي) د سوډان اولس مشر عمر البشير په ضد په ټول هېواد كښې د مظاهرو لړې روانه ده او هغه په خپله په يوه ورځنې دوره د مصر پايه تخت قاهره ته رسېدلې۔ د المانې مېډيا له مخې د سوډان اولس مشر به د خپلې دورې په مهال د مصر اولس مشر عبدالفتاح السيسي سره ملاقات كوي او ورسره به په يو شمېر چارو خبرې كوي۔ څو ورځې وړاندې بشير د قطر دوره هم كړې وه۔ له بلې خوا د عمر البشير په ضد د اولس مظاهرې روانې دي۔ د اپوزيشن له مخې په دې مظاهرو كښې تراوسه د 40 نه زيات كسان وژل شوي دي