اسلام آباد ۔ 27 جنوری (اے پی پی) ننې پاكستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يو بدل شوې پاكستان دے۔ يو ښكاره اړخ په نظر راځي٬ تېر كال مونږ تر سياسي منزل رسېدلې وو او روان كال كښې به معاشي منزل ترلاسه كړو۔ پاكستان يو ښكلې هېواد دے۔ د پاكستان تحريك انصاف حكومت تجارت ٬ سېلګرۍ او د لوبو هلو ځلو ته وده وركولو له ټولې نړۍ لپاره …
ننې پاكستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يو بدل شوې پاكستان دے۔ يو ښكاره اړخ په نظر راځي٬ تېر كال مونږ تر سياسي منزل رسېدلې وو او روان كال كښې به معاشي منزل ترلاسه كړو۔ پاكستان يو ښكلې هېواد دے۔ د پاكستان تحريك انصاف حكومت تجارت ٬ سېلګرۍ او د لوبو هلو ځلو ته وده وركولو له ټولې نړۍ لپاره د هېواد پرانستلو هڅې كوي۔ د طالبانو او امريكا ترمينځھ كاميابو مذاكرات به د پاكستان په ګټه وي۔ پاكستان د منځني ختيز مهم شراكت دار دے۔ پاكستان 175 هېوادونو لپاره د اي وېزې او د 50 هېوادونو وګړو ته هېواد ته په رارسېدو د وېزې آسانۍ وركول پېل كوي۔ د پاكستان موجوده حكومت متحده عرب امارات ٬ دمنځني ختيز ٬ خليجي او نورو هېوادونو سره اړيكې لا پراخا كولو له كار كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 27 جنوری (اے پی پی) ننې پاكستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يو بدل شوې پاكستان دے۔ يو ښكاره اړخ په نظر راځي٬ تېر كال مونږ تر سياسي منزل رسېدلې وو او روان كال كښې به معاشي منزل ترلاسه كړو۔ پاكستان يو ښكلې هېواد دے۔ د پاكستان تحريك انصاف حكومت تجارت ٬ سېلګرۍ او د لوبو هلو ځلو ته وده وركولو له ټولې نړۍ لپاره د هېواد پرانستلو هڅې كوي۔ د طالبانو او امريكا ترمينځھ كاميابو مذاكرات به د پاكستان په ګټه وي۔ پاكستان د منځني ختيز مهم شراكت دار دے۔ پاكستان 175 هېوادونو لپاره د اي وېزې او د 50 هېوادونو وګړو ته هېواد ته په رارسېدو د وېزې آسانۍ وركول پېل كوي۔ د پاكستان موجوده حكومت متحده عرب امارات ٬ دمنځني ختيز ٬ خليجي او نورو هېوادونو سره اړيكې لا پراخا كولو له كار كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ دبئ كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان افغانستان كښې امن كښې خپله خوښي ښكاره كړې ده او هغه دا ګڼي چې افغانستان كښې امن په حائې كېدو سره منطقه كښې تجارتي اړيكې زياتېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان افغانستان او يمن كښې امن او استحكام لپاره يو شمېر ګامونه پورته كړې دي۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت امن پالېسي خپله كړې ده كومه به چې په منطقي توګه ددې منطقې اولس په ګټه وي۔ ده ووئيل ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې د پاكستان موجوده حكومت پالېسي ده۔ نورو هېوادونو سره اړيكو كښې ښه والې سره منطقه كښې تجارت ته وركړې كېدې شي۔ ده ووئيل د كرتار پور راهدارۍ پرانستلو ګام د پاكستان لخوا ټولې نړۍ له د امن پېغام دے۔ په اپوزيشن تبصره كولو سره ده ووئيل دا مهال مونږ د داخلي چارو ښه كولو او د سول ادارو مضبوط جوړولو پلو پام كوو۔ ده ووئيل پوځ ځكه عظيمه اداره ده چې هغه مېرټ بېسډ ده۔ ده ووئيل د سياسي ګوندونو مشرانو په ضد د بدعنوانۍ مقدمې د پيپلز او مسلم ليګ نون په دور كښې جوړې شوې دي۔ ددې د پاكستان تحريك انصاف حكومت سره هېڅ تعلق نشته۔ ده په ډاګه كړه چې د هېواد لوټ كوؤنكي يا مني لانډرنګ كوؤنكي به د قانون مطابق سزا سره مخ كېږي۔ ده ووئيل د ګورننس ښه كولو له هڅې كوو











