نوې ټېكنالوجي كارولو سره پاكستانۍ كركيله زياته ترقي كولې شي۔ كوم قامونه چې په تعليم ريسرچ كوي مخ په وړاندې ځي۔ د مدينې رياست د نړۍ تر ټولو وړومبې فلاحي رياست وو چې د انسانانو خېر ښېګړې له ئې كار وكړو۔ پاكستان به هم يو عظيم هېواد جوړوو۔ نواز شریف يو آمر او شهباز شريف د خپل ورور په مرسته اعلی وزير جوړ شوې وو۔ شهباز شریف چې د پنجاب په اعلی وزير كوم طنز كړې او كومه ژبه ئې كارولې سمه نه ده۔ عثمان بزدار به د پنجاب تر ټولو غوره اعلی وزير جوړ شي ولې چې هغه اقتدار پېسه جوړولو له نه كاروي۔ د وزيراعظم عمران خان ميانوالي كښې د نمل كالج پوهنتون 6م كانووكېشن ته خطاب

میانوالی۔ 27 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان ووئيل نوې ټېكنالوجي كارولو سره پاكستانۍ كركيله زياته ترقي كولې شي۔ كوم قامونه چې په تعليم ريسرچ كوي مخ په وړاندې ځي۔ د مدينې رياست د نړۍ تر ټولو وړومبې فلاحي رياست وو كوم چې د انسانانو خېر ښېګړې له كار وكړو۔ پاكستان به هم يو عظيم هېواد جوړوو۔ دلته به روغتونونه داسې جوړوو چې درملنو له څوك بهر لاړ نه …

میانوالی۔ 27 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان ووئيل نوې ټېكنالوجي كارولو سره پاكستانۍ كركيله زياته ترقي كولې شي۔ كوم قامونه چې په تعليم ريسرچ كوي مخ په وړاندې ځي۔ د مدينې رياست د نړۍ تر ټولو وړومبې فلاحي رياست وو كوم چې د انسانانو خېر ښېګړې له كار وكړو۔ پاكستان به هم يو عظيم هېواد جوړوو۔ دلته به روغتونونه داسې جوړوو چې درملنو له څوك بهر لاړ نه شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د خپلې سيمې ميانوالي نمل كالج پوهنتون 6 م كانووكېشن ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د میانوالی پوهنتون ګرجوېټ طالبعلمانو ته مباركي وركوم ٬ د دوئي د مور پلار په مخونو خوشحالي وينم دا ددوئي د ژوند تر ټولو غوره ورځ ده په دې زه دوئي ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل د نمل پرمختګ لپاره د خذماتو په وړاندې كولو د ټولو وګړو مننه كوم۔ ده ووئيل د نوې ټېكنالوجۍ كارولو سره پاكستانۍ كركيله زياته ترقي كولې شي۔ ده ووئيل د زياتې غلې پېدا كولو له د كركيلې څانګه كښې تحقيق ډېر مهم دے۔ وزیراعظم ووئيل لويو كمپنيو د كرپشن دلاسه هېواد پرېښودلې وو۔ د لائیواسټاک په څانګه كښې كروندګر نوې ټېكنالوجۍ څخه خبر كړې شوې نه دي۔ پاكستان كښې د وسائلو كمې نشته كه مونږ دا په صحيح توګھ وكاروو نو مونږ نه يواځې پاكستان بلكې نړۍ ته هم غله وركولې شو۔ لوئے څښتن په 27 م رمضان المبارك مونږ ته دا هېواد راكړې دې او دې كښې ئې بلها نعمتونه پېدا كړې دي۔ ده ووئيل پاكستان د بده مرغه اوچ پۍ هم بهر نه راغواړي۔ زمونږ كسان ته دا معلومه نه ده چې يوې غوا څخه څورمه پۍ اخستلې كېدې شي۔ زمونږ كسان يوې غوا څخه 6 كلو پۍ اخلي او هالېنډ كښې يوې غوا څخه تر 40 لېټره پۍ اخستلې شي۔ ده ووئيل علامه اقبال داسې پاكستان جوړول غوښتل كوم چې نړۍ له يو مثال وي۔ د مدينې رياست كښې پېسه نه تعليم ته پام ګرځولې كېدو۔ علم ترلاسه كړۍ اګركه دې لپاره چين ته هم تلل وي۔ پاكستان هم ددې اصولو ترمخه جوړول وو او تعليم ته ترجيح وركول وو۔ نبی کریم (ص) د تعليم په ترلاسه كولو زور وركړو۔ تر 7 سوه كلونو مسلمان د نړۍ د عظيم تهذيب امين وو۔ ده ووئيل د علامه اقبال خصوصیت دا وو چې هغه قرآن ٬ اسلامي تاريخ او د مغرب فلسفه وئيلې وه نن هم د هغه شاعري لوستلې شي۔ ده ووئيل خپل كلتور او تاريخ ټول عمري ياد ساتل پكار وي بيا تاسو ترقي كولې شۍ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل په اولنو او دوهمو ټاكنو كښې ورځپاڼو كښې مونږ پسې خندا كېدله۔ ده ووئيل د ژوند سفر كله هم سټرېټ لائن نه وي په دې كښې لوړه ژوره راځي۔ د ماتې نه وېرېدل نه بلكې دې څخه زده كړه بايد وشي۔ ده ووئيل جمهوريت د مېرټ په سبب كامياب وي۔ ده ووئيل د جمهوريت د لارې چې څوك بره راځي هغه محنت سره راځي۔ نواز شریف يو آمر او شهباز شريف د خپل ورور په مرسته اعلی وزير جوړ شو۔ شهباز شریف چې د پنجاب په اعلی وزير كوم طنز كړې او كومه ژبه ئې كارولې سمه نه ده۔ عثمان بزدار به د پنجاب تر ټولو غوره اعلی وزير جوړ شي ولې چې هغه اقتدار پېسه جوړولو له نه كاروي۔ ده ووئيل جمهوريت كښې حكمران هم ځواب وركوؤنكې وي۔ جمهوريت د احتساب او ځواب وركولو نه غېر مخ په وړاندې تلې نه شي۔ ده ووئيل د پاكستان چې څوك هم لارښود وي هغه به ځواب وركوؤنكې وي۔ وزيراعظم ووئيل پخوانو حكمرانانو د هېواد اربونه روپۍ غلا كړې دي او كله چې دوئي په دې لړ كښې پېشۍ له راځي نو دا ګڼي ګويا احسان كوي۔ ده ووئيل چين ډېر وړاندې تلې او چين پرمختګ ځكه كړې چې دغلته په 5 كاله كښې 4 سوه كسان زندانونو كښې واچولې شول۔ ده ووئيل كه ژوند څخه چېلنج ختم شي نو صلاحيتونه هم ختم شي۔ ده ووئيل د ژوند مقصد كله هم پېسه جوړول نه دي پكار۔ بل ګېټس چې كومه پېسه ګټلې هغه په انسانيت مصرف كوي۔ ده ووئيل دا نمل پوهنتون به د آکسفورډ پوهنتون په ډول ماډل جوړ شي او د پنجاب اعلی وزير به ددې پوهنتون بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل عثمان بزدار كښې عاجزي ده تكبر نشته۔ دده بچي او ځومان بهر ته تښتېدلې نه دي۔ دې د عام وګړي د ستونزو احساس لري۔ د عثمان بزدار درملنې به هم دې هېواد كښې وي۔ ده ووئيل دلته به داسې روغتونونه جوړوو چې كوم پاكستانې وګړې به بهر هېوادونو ته د تلو حاجت نه لري

مزید خبریں