د مسجد الحرام د ګنبدونو په عكس نړيواله مقابله كښې سعودي فوټو ګرافر دوهم انعام ترلاسه كړو

ریاض ۔ 27 جنوری (اے پی پی) سعودی فوټو ګرافر رائد المالکی ته د مسجد الحرام ګنبدونو په عكس سلور مېډل وركړې شوې دې۔ د فوټو ګرافۍ په نړيواله مقابله كښې سعودی فوټو ګرافر دوهم پوزيشن ترلاسه كړې۔ په مقابله كښې ګردې نړۍ څخه 1500 نه زيات عسكونه شامل كړې شوي وو۔ رائد المالکی وئيلي چې دوهم پوزيشن ترلاسه كوؤنكي عكسونه چورلكې څخه د حج 1435ھ په موقع اخستلې شوي وو۔ دا د عرفې ورځ وه كله چې مونږ د مسجد الحرام فضائي عكسونه جوړول۔ د مسجد الحرام په چھت د جوړ شويو درې ګنبدونو عكس تر ټولو زيات زړه راكښونكې دې