کابل 24 جنوري (اے پي پي) د افغان طالبانو او امریکائي چارواكو ترمېنځه قطر كښې د روانو خبرو اترو څلورم پراؤ پېل كېدونكې دے ٬ اعلاميه زر تر زره د جاري كېدو امكان دے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې دا خبره كابل كښې د طالبانو وياند ذبیح اللہ مجاهد په اړه كړې۔ د طالبانو وياند د دې خبرې تصديق كړې٬ د افغانستان اوولس كلنه جنګ خاتمې لپاره د طالبانو او …
د افغان طالبانو او امریکائي چارواكو قطر كښې د روانو خبرو اترو په څلورم پړاؤ ٬ اعلاميه زر تر زره د جاري كولو امكان

مزید خبریں
کابل 24 جنوري (اے پي پي) د افغان طالبانو او امریکائي چارواكو ترمېنځه قطر كښې د روانو خبرو اترو څلورم پراؤ پېل كېدونكې دے ٬ اعلاميه زر تر زره د جاري كېدو امكان دے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې دا خبره كابل كښې د طالبانو وياند ذبیح اللہ مجاهد په اړه كړې۔ د طالبانو وياند د دې خبرې تصديق كړې٬ د افغانستان اوولس كلنه جنګ خاتمې لپاره د طالبانو او امريكائي چارواكو خبرې روانې دي او په دې لړ كښې به لوظنامې ته حتمي شكل وركولو سره نور تفصيلات رامخې ته شي۔ ده ووئيل دواړه ډلې د امريكائي پوځ د انخلاﺀ په بېلا بېلو اړخونو خبرې اترې كوي او د مذاكراتو په اړه د اعلاميې د زيارت يا د جمعې په ورځ د جاري كېدو امكان دے۔ امريكائي چارواكي د داسې لوظنامې خواهش لري چې له مخې ئې د طالبانو په راتونكې افغان حكومت كښې د شاملېدو لاره هواره شي۔ امريكائي چارواكي دا هم اصرار كوي جې طالبان اوسني افغان حكومت سره خبرې پېل كړي خو طالبان تر اوسه د دې غوښتنې څخه انكار كوي۔







