منېلا ۔ 24 جنوری (اے پی پی) د فلپائن پارلماني غړو د يو داسې قانون ملاتړ كړې د كوم ترمخه به چې عدالت 12 كلن ماشوم ته هم د كوم جرم په كولو سزا اورولې شي۔ په دې دستوري پېشرفت ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو سخت ټكونه كړي۔ دا قانوني وړاندېزونه اولس مشر روډرېګو ډوټیرټے د نشائي توكو قاچاقبرو په ضد د كرېك ډاؤن په لړ كښې معارفي …
فلپائن كښې به 12 كلن ماشوم هم سزا كېدې شي

مزید خبریں
منېلا ۔ 24 جنوری (اے پی پی) د فلپائن پارلماني غړو د يو داسې قانون ملاتړ كړې د كوم ترمخه به چې عدالت 12 كلن ماشوم ته هم د كوم جرم په كولو سزا اورولې شي۔ په دې دستوري پېشرفت ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو سخت ټكونه كړي۔ دا قانوني وړاندېزونه اولس مشر روډرېګو ډوټیرټے د نشائي توكو قاچاقبرو په ضد د كرېك ډاؤن په لړ كښې معارفي كړې دي۔ دا مهال فلپائن كښې 15 كلن زلمي ته د كوم جرم په كولو د سزا اورولې كېدو قانون موجود ؤ ولې اوس په دې كښې بدلون كولې شي۔ دا خبره مهمه ده چې افغانستان كښې هم 12 كلنو ماشومانو ته د جرمونو كولو په نتيجه كښې د سزا اورولې كېدو قانون موجود دے







