واشنګټن ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د امريكا په بېلو ښارونو كښې د ډزو پېښو په نتيجه كښې 11 كسان مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د ډزو پېښو معلومات جمع كوؤنكي امريكائي مركز ترمخه د تېرو 24 ساعتونو په مهال د امريكا په بېلو رياستونو كښې د 42 پېښو په اړه راپورونه ترلاسه شوي دي۔ د راپور ترمخه دا پېښې ټېکساس، سوئيلي کېرولینا او مېسی سیپی …
امريكا كښې د ډزو پېښې ٬ 11 كسان مړه 42 ژوبل

مزید خبریں
واشنګټن ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د امريكا په بېلو ښارونو كښې د ډزو پېښو په نتيجه كښې 11 كسان مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د ډزو پېښو معلومات جمع كوؤنكي امريكائي مركز ترمخه د تېرو 24 ساعتونو په مهال د امريكا په بېلو رياستونو كښې د 42 پېښو په اړه راپورونه ترلاسه شوي دي۔ د راپور ترمخه دا پېښې ټېکساس، سوئيلي کېرولینا او مېسی سیپی كښې رامخې ته شوې دي په كومو كښې چې 11 كسان مړه او 42 ژوبل شوي دي۔ دا خبره دې ياده وي چې امريكا كښې د ډزو پېښو كښې هر كال د زرګونو په شمېر كسان مړه كېږي۔







