امناكه ګاونډي هېواد د قدرت ښه عطیه وي

اسلام آباد 22 جنوری (اے پی پی) په پاکستان كښې د فرانس سفیر ماغك بغیتی او د المان سفیر مارټن کوبلر وئيلي دي چې امناكه ګاونډي هېواد د قدرت ښه عطیه وي،المان او فرانس د اوږدې مودې تاؤ ترېښوالي نه پس امن كښې عافيت وګڼلو٬ هم د دې ځائ څخه زمونږ د پرمختګ مزل پيل شو، بايد هند او پاکستان زمونږ د تجربو څخه استفادہ وكړي۔ د دې خيالاتو څركندونه …

اسلام آباد 22 جنوری (اے پی پی) په پاکستان كښې د فرانس سفیر ماغك بغیتی او د المان سفیر مارټن کوبلر وئيلي دي چې امناكه ګاونډي هېواد د قدرت ښه عطیه وي،المان او فرانس د اوږدې مودې تاؤ ترېښوالي نه پس امن كښې عافيت وګڼلو٬ هم د دې ځائ څخه زمونږ د پرمختګ مزل پيل شو، بايد هند او پاکستان زمونږ د تجربو څخه استفادہ وكړي۔ د دې خيالاتو څركندونه دوي د نهې پھ ورځ په نېشنل پریس کلب اسلام آباد كښې د فرانس او المان ترمينځه په 1963ء كښې د شوې لوظنامې او ’’فرانکو جرمن ډے‘‘مناسبت سره شريك خبري کنفرنس ته خپل خطاب کښې وكړه۔ د فرانس سفیر ماغك بغیتی ووئيل د فرانس او المان ترمينځه د اوږدې مودې راهسې تاؤ ترېښوالې ؤ خو آخر په 22مه جنوري 1963ء كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه لوظنامه وشوه چې ورسره د دواړه هېوادونو ترمينځه په معاشی توګه د استحکام نوے مزل پيل شو او نن يو ځل بيا نوې لوظنامه كېږي د كومې مقصد چې د نوې دور تقاضو ، حاجتونو له شريكې هلې ځلې كول دي۔ ده ووئيل بايد نړۍ ته معلومه شي چې تاؤ ترېښوالې او جنګ كښې يوازې زيان كېږي دغسې امن او مينې سره نه يوازې د نويو نسلونو سباؤن محفوظ وي بلكه په معاشی توګه ههم استحکام ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل د پاکستان او هند په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې كوم حق نه لرو خو دواړه آزاد او خپولاكه هېوادونه دي بايد خپلو كښې اړيكې ښه كولو او مستحکمولو له زمونږ د تجربو څخه استفادہ وكړي۔ په دې مهال د المان سفیر مارټن کوبلر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه چې كله جنګونه پيل شو نو لوئ معاشی او ځاني زيان شوے ؤ۔ ده ووئيل نن المان او فرانس ښه نزدې ملګري دي او خپله ملګرتيا لا مستحکمول غواړي او 21مه پيړۍ به زمونږ د ملګرتيا مثالونه وركوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اولس خپل كښې نزدې رابطې لري او د دواړو هېوادونو اولس د يو بل تهذیب ،كلتور او ژبې خوښوي۔ پاکستان او هند له به خپل اړيكې مستحکمولو له د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه نيغ په نيغه رابطې پېدا كول وي۔