اسلام آباد ۔ 04 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي پاكستان امن غواړي او امن له مذاكرات ضروري دي۔ پاكستان هند سره د ترهګرۍ په مسئله او نورو چارو د بشپړه مذاكراتو تګلار جوړولو ته چمتو دے۔ تېر كال د هارټ آف آېشيا په مهال په سائيډ لائن مذاكراتو اتفاق شوے ؤ۔ امرتسر كښې خارجه سلاحكار سرتاج عزیر هندي سنډے اېكسپرېس ورځپاڼې …
پاكستان امن غواړي او امن له مذاكرات ضروري دي۔ پاكستان هند سره د ترهګرۍ په مسئله او نورو چارو د بشپړه مذاكراتو تګلار جوړولو ته چمتو دے۔ سرتاج عزيز

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 04 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي پاكستان امن غواړي او امن له مذاكرات ضروري دي۔ پاكستان هند سره د ترهګرۍ په مسئله او نورو چارو د بشپړه مذاكراتو تګلار جوړولو ته چمتو دے۔ تېر كال د هارټ آف آېشيا په مهال په سائيډ لائن مذاكراتو اتفاق شوے ؤ۔ امرتسر كښې خارجه سلاحكار سرتاج عزیر هندي سنډے اېكسپرېس ورځپاڼې سره خبرو كښې ووئيل زه امرتسر ته افغانستان كښې د امن او سلامتيا په اړه د پاكستاني لوظ پاللو له راغلے يم۔ ده ووئيل هارټ آف ایشیاء کانفرنس كښې د ګډون مقصد افغانستان كښې امن او سلامتيا لپاره د دې كنفرنس اهميت په ډاګه كوي۔ ده ووئيل منطقه كښې امن او سلامتيا زمونږ مقصد دے۔ ده ووئيل هند كښې زما موجودګي دې پلو ښكاره اشاره ده چې پاكسان دوه اړخيزه مذاكراتو ته چمتو دے۔ كه د هند لخوا خوښي ښكاره كړې شوه نو ورسره به ملاقات ضرور وكړې شي۔










