کراچی ۔ 3 دسمبر (اے پی پی) د ا طلاعاتو او خپرونو دوهم وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان مؤسس د زېږېدنې ورځ مناسبت سره به "هفته قائد اعظم" 19 دسمبر څخه تر 25 دسمبر لمانځلې شي۔ په دې كښې به ډول ډول پروګرامونه وړاندې كولې شي۔ دا خبره دې د خالي په ورځ د قائد اعظم محمد علي جناح د مزار په احاطه كښې خبريالانو سره خبرو كښې …
حكومت د نېشنل اېكشن پلان په اړه ټول عمري د مشاورت عمل خپل كړې۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې چوهدري نثار مهم كردار ترسره كړې۔ چوهدري نثار هېواد ته په اولني ځل نېشنل سېكورټي پالېسي وركړه۔ هغه د وزيراعظم د وژن مطابق كار كوي۔ مریم اورنګزېب

مزید خبریں
کراچی ۔ 3 دسمبر (اے پی پی) د ا طلاعاتو او خپرونو دوهم وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان مؤسس د زېږېدنې ورځ مناسبت سره به “هفته قائد اعظم” 19 دسمبر څخه تر 25 دسمبر لمانځلې شي۔ په دې كښې به ډول ډول پروګرامونه وړاندې كولې شي۔ دا خبره دې د خالي په ورځ د قائد اعظم محمد علي جناح د مزار په احاطه كښې خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ دې څخه وړاندې دوهم وزيره د قائد مزار ته حاضره شوه او پرې ئې د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه ئې ولوستله او د مېلمنو په كتاب كښې ئې خپل تاثرات وليكل۔ دوهم وزيرې ووئيل د قائد اعظم اونۍ په مهال به بېل ډول پروګرامونه وړاندې كولې شي۔ په دې پروګرامونو كښې به نوې كول د قائد اعظم شخصيت څخه خبرولې شي۔ دې ووئيل د قائد اعظم په فرمان “ايمان ٬ اتحاد او محكم يقين” عمل كولو سره د هېواد د پرمختګ هدفونه ترلاسه كېدې شي۔ دې ووئيل پاكستانې اولس نن اتحاد ته زياته اړتيا لري۔ مريم اورنګزېب ووئيل هېواد كښې سړي سر شمېرو له د كال په پېل كښې حكومت تګلار جوړ كړې او موجود حكومت به سړي سر شمېرې كوي۔ دې ووئيل نېشنل اېكشن پلان ټول هېواد لپاره دے۔ دې ووئيل د دې پلان او د حكومت د مثبت پالېسيو په سوب هېواد كښې د امن او امان صورتحال ښه شوې۔











