پاکستان د نړۍ ځپلو او د ناامنۍ ښكار سيمو كښې په كردار لوبوٶنكو هېوادونو كښې يو دے۔ ماریا فرنانډا اېسپنوزا په نسټ پوهنتون كښې وېنا

اسلام آباد21 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدرې ماریا فرنانډا اېسپنوزا د ملګرو امن په امن مشن كښې د پاكستان د ستائنې وړ كردار اعتراف كولو سره وئيلي دي پاکستان د نړۍ په ځپلو او د نا امنۍ ښكار سيمو كښې په كردار لوبوٶنكو لويو هېوادونو كښې يو دے۔ دې دا خبرې د ګل په ورځ د نېشنل يونيورسټي آف سائنس اېنډ ټېكنالوجي دورې په …

اسلام آباد21 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدرې ماریا فرنانډا اېسپنوزا د ملګرو امن په امن مشن كښې د پاكستان د ستائنې وړ كردار اعتراف كولو سره وئيلي دي پاکستان د نړۍ په ځپلو او د نا امنۍ ښكار سيمو كښې په كردار لوبوٶنكو لويو هېوادونو كښې يو دے۔ دې دا خبرې د ګل په ورځ د نېشنل يونيورسټي آف سائنس اېنډ ټېكنالوجي دورې په موقع فېكلټي او زده كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د نسټ دورې په مهال ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ملیحه لودھي هم دوي سره وه۔ د دې نه وړاندې د نسټ رېكټر لېفټېننټ جنرال (ر) نوید زمان د نسټ مېن كېمپس ته په رسېدو د مېلمنو هركلے وكړو۔ په دې موقع ماريا فرنانډا اېسپنوزا صدرې ځائي او غېرملكي پوځي ډلو ته امن په ځائ ساتلو لپاره په تربيه وركولو د نسټ ستائنه وكړه۔ دې ووئيل د 2030 د كوټلي پرمختيائي اهدافو (اېس ډي جيز) نېغ په نېغه تعلق د يو اېن سېكورټي كونسل قرارداد لمبر 1325 سره دے٬ كوم چې د ملګرو ملتونو په مشن كښې د مېرمنو په حفاظت او ګډون زور رواړي۔ په دې موقع د نسټ رېكټر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ فرنانډا اېسپنوزا د نسټ په دوره كولو مننه وكړه او د ملګرو ملتونو په مشن كښې ئې د پاكستان په مرسته رڼا واچوله