استنبول ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د تركيه اولس مشر طيب اردوان وئيلي دي تركيان د منجيب او قطبي سوريه امنيت باوري كولو له چمتو دي۔ ترك اولس مشر دا پېشكش خپل امريكائي همڅنګ ډونلډ ټرمپ سره په تېلېفوني خبرو كښې كړې۔ ده امريكائي اولس مشر ته د يوې اونۍ په مهال دوهم ځل ټېلېفوني خبرو كښې ووئيل ترکيه د وخت ضائع كولو نه غېر د منجيب او قطبي …
تركيان د قطبي سوريه امنيت باوري كولو له چمتو دي۔ اولس مشر اردوان

مزید خبریں
استنبول ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د تركيه اولس مشر طيب اردوان وئيلي دي تركيان د منجيب او قطبي سوريه امنيت باوري كولو له چمتو دي۔ ترك اولس مشر دا پېشكش خپل امريكائي همڅنګ ډونلډ ټرمپ سره په تېلېفوني خبرو كښې كړې۔ ده امريكائي اولس مشر ته د يوې اونۍ په مهال دوهم ځل ټېلېفوني خبرو كښې ووئيل ترکيه د وخت ضائع كولو نه غېر د منجيب او قطبي سوريه امنيت باوري كولو له چمتو دے۔ منجيب د كردش جنګيالو په قبضه كښې دے كوم چې د امريكا ملاتړ لري ۔ طیب اردوان ووئيل منجيب كښې د داعش اوسنې بريد دغه ځائې څخه د ا مريكائي پوځ د وتلو پلان له مينځھ وړلو يوه هڅه ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تركيه او امريكا تېر كال مئي كښې په منجيب او نزدې سيمو كښې د امريكا او تركيه شريكې ګزمې ته صلا شوي وو۔ دواړه هېوادونه د سوريه پولې سره د سېكورټي زون جوړولو په حق كښې دي۔







