اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي پاكستان به د مقبوضه كشمير بې ګناه اولس د ازادې تحريك په هره كچه اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د كشمير كونسل په ټاكنو كښې د مسلم ليګ كانديدانو سردار عبدالخالق وصي او چوهدري محمد صديق ته په واضح اكثريت كاميابې د مباركې وركولو په مهال وكړه۔ وزيراعظم …
پاكستان به د مقبوضه كشمير بې ګناه اولس د ازادۍ تحريك په هره كچه اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي

مزید خبریں
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي پاكستان به د مقبوضه كشمير بې ګناه اولس د ازادې تحريك په هره كچه اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د كشمير كونسل په ټاكنو كښې د مسلم ليګ كانديدانو سردار عبدالخالق وصي او چوهدري محمد صديق ته په واضح اكثريت كاميابې د مباركې وركولو په مهال وكړه۔ وزيراعظم محمد نواز شريف هيله څرګنده كړه چې دواړه ټاكلې شوي غړي به د آزاد كشمير د اولس خېر ښېګړې او د آزاد كشمير رغونې او پرمختګ لپاره كردار ترسره كړي۔ دوي به د مسلم ليګ ﴿ن﴾ منشور له مخې د وفاقي حكومت په پرمختيائي پروګرام عمل وكړي۔ وزيراعظم ووئيل د آزاد كشمير اولس په اوسنيو ټاكنو كښې په مسلم ليګ ﴿ن﴾ د بشپړ باور څرګندونه كړې چې په نتيجه كښې ئې مسلم ليګ ﴿ن﴾ د آزاد كشمير په قانون سازه اسمبلۍ كښې واضح اكثريت ترلاسه كړے۔ وزيراعظم ووئيل اوس مونږ ته خپل صلاحيتونه د اولس خدمت او د آزاد كشمير سماجي او معاشي پرمختګ لپاره كارول دي۔ بايد مونږ د مقبوضه كشمير خپل ورونړه هېر نه كړو كوم چې د خپلواكۍ حق لپاره د هند د ظلم او جبر مقابله كوي۔ ده ووئيل مونږ به د مقبوضه كشمير بې ګناه اولس د ازادې تحريك په هره كچه اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتو










