اسلام آباد 02 دسمبر(اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې بوسنيا هرزيګوينا سره دې په بېلا بېلو څانګو كښې د پلاؤ تبادله وكړې شي۔دې سره به د مرستې نوې لارې پرانستلې شي۔اولس مشر دا خبره بوسنيا هرزيګوينا لپاره د پاكستان نومول شوي سفير لېفټيننټ جنرال (ر)سليم نواز سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې اولس مشر سره د جمعې پھ ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ …
بوسنيا هرزيګوينا سره د پلاؤ د تبادلې په نتيجه كښې به د مرستې نوې لارې پرانستلې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 02 دسمبر(اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې بوسنيا هرزيګوينا سره دې په بېلا بېلو څانګو كښې د پلاؤ تبادله وكړې شي۔دې سره به د مرستې نوې لارې پرانستلې شي۔اولس مشر دا خبره بوسنيا هرزيګوينا لپاره د پاكستان نومول شوي سفير لېفټيننټ جنرال (ر)سليم نواز سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې اولس مشر سره د جمعې پھ ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر نومول شوي سفير ته په نوې ذمه وارو مباركي وركړه۔اولس مشر ووئيل چې د دواړو هېوادونو يو بل ته نزدې كولو لپاره د اخلاص او خوارۍ ضرورت دې او دې لپاره ضروري ده چې د دوه اړخيزه خوښۍ موقعې ولټولې شي۔ اولس مشر ووئيل چې بايد د پاكستان او بوسنيا ترمينځه د تعليم٬ كلتور پشمول په يو شمېر څانګو كښې د پلاو تبادلې زياتې كړې شي۔د بوسنيا زده كونكو ته دې د پاكستان په پوهنتونونو كښې وظيفې وركړې شي۔اولس مشر ووئيل چې بوسنيا خوا او شاه هېوادونو لپاره د تجارت مركز جوړېدے شي۔اولس مشر نومول شوي سفير لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د دې كاميابۍ لپاره يې دعا وكړه۔نومول شوي سفير په لارښونه او مرسته كولو د اولس مشر مننه وكړه










