غونډې ته په نه راتللو د پي ټي آئي د غړو معامله پارلمان ته وړم٬ د كوم غړي په نه راتللو به تنخوا نه وركړے كېږي

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي كه مې څوك سپيكر نه مني نوپه ما څه اغيز نه پريوځي ۔ غونډې ته په نه حاضرېدو به د پي ټي آئي غړو معامله ايوان ته وړم٬ د كوم غړي په نه راتللو به هغه ته تنخوا نه وركړے كېږي٬ په دې معامله به په هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټې كښې غور كولې شي۔ …

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي كه مې څوك سپيكر نه مني نوپه ما څه اغيز نه پريوځي ۔ غونډې ته په نه حاضرېدو به د پي ټي آئي غړو معامله ايوان ته وړم٬ د كوم غړي په نه راتللو به هغه ته تنخوا نه وركړے كېږي٬ په دې معامله به په هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټې كښې غور كولې شي۔ ده دا خبره په پاكستان انسټي ټيوټ فار پارلېمنټري سروسز ﴿ پي آئي پي اېس﴾ كښې د پائيدار پرمختيائي اهدافو په اړه د كنفرنس ګډون كوونكو سره د پارلمان دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل شېخ رشيد چېمبر كښې ماته كلك راغاړې وځي ولې په ټي وي چېنلز د مخالفې ډلې كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د خورشيد شاه په وېنا د پي پي پي غړي غونډې ته ځان رسوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پی ټی آئی تر 4 ورځو نه راتللو معامله به ايوان ته وړم۔ ده ووئيل كه ما څوك سپيكر نه مني نو به مت كوم اغيز نه كيږي

مزید خبریں