په مقبوضه كشمير كښې هندي پوځ د نومبر په مهال 24 كشميريان شهيدان كړي

سرينګر 01 دسمبر (اے پي پي) مقبوضه كشمير كښې هندي پوځ د رياستي ترهګرې په روانو عملياتو كښې تېره مياشت نومبر كښې د دوه كم عمره هلكانو پشمول 24 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي راپور كښې وئيلي شوي دي په كسانو كښې يو ځوان په جعلي مقابله كښې شهيد كړې شوې۔ په مقبوضه سيمه كښې تېره مياشت د هندي ځواكونو او پوليس په تشدد كښې 352 كشميريان سخت ژوبل شوي هم دي٬ دغسې 202 وګړي نيولې شوي چې پكښې زياتره ځوانان او د حريت مشران وو۔ هندي ځواكونو تېره مياشت كورونو ته د ننوتلو په مهال 121 كورونو ته زيان رسېدلې۔ په دې شهادتونو كښې يوه مېرمن كونډه شوې او يو ماشوم يتيم شوے