په دمشن كښې د سعودي سفارت پرانستلو ترديد

ریاض ۔ 15 جنوری (اے پی پی) سعودی چارواكو په دمشق كښې د سفارت پرانستلو خبر رد كړې دې۔ د سعودي عربستان د خپرونې ادارې د سعودي خارجه دفتر حوالې سره وئيلي دي چې سعودي عربستان په دمشق كښې د خپل سفارت پرانستلو كوم پروګرام نه لري۔ د خارجه دفتر عهدېدار ددې اطلاعاتو ترديد كولو سره وئيلي دي چې خارجه دفتر داسې كوم بيان وركړې نه دې چې سوريه كښې سعودي عربستان سفارت پرانستلې دې