د امريكې په ټېنسي ايالت كښې په ځنګلو د اور لګېدو له امله 7 كسان مړه او د زرګونو په شمېر بې كوره شول

ټېنسي 01 دسمبر (اے پي پي) د امريكې په ټېنسي ايالت كښې په ځنګلو د اور لګېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه او د زرګونو په شمېر بې كوره شوي دي۔ د خبر له مخې د ټېنسي ايالت په ځنګلو د اور لګېدو له امله خلق د كورونو په پرېښودو مجبوره شوي دي۔ وئيلي شوي د اور مړ كولو عمله په اور د قابو موندلو هڅې كوي خو سره د دې هم اور مخ په زياتېدو دے۔ له بلې خوا د مېسوري ښار چارواكو وئيلي د كنزاس نړيوالې اډې سره نزدې د ګاز په پائپ لائن كښې سخته چاودنه شوې ده