لس زره روهينګيا مسلمانان د ميانمر څخه بنګله دېش ته رسېدلي ۔ ملګري ملتونه

بنكاك 01 دسمبر (اے پي پي) په دې وروستيو اونيو كښې لس زره د روهينګيا مسلمانان د ميانمر څخه بنګله دېش ته رسېدلي دي۔ د خبر له مخې دا خبره په بنكاك كښې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې وياندې ويوين ټان كړې۔ د خبر له مخې د ميانمر په رخائن ايالت كښې د پوځ لخوا د عملياتو په نتيجه كښې 30 زره روهنګيا مسلمانان په كورونو پرېښودو مجبوره شوي ۔ له بلې خوا بنګله دېش د دې كډوالو لار نيولو لپاره په خپله پوله ګزمه زياته كړې ده