د سوريې په ځواكونو فضائي بريد په سهوا شوے۔ امريكا

واشنګټن 30 نومبر (اے پي پي) امريكې تسليم كړې ده چې په سوريه كښې د داعش په ضد جګړه كښې بوخت د سوريې په ځواكونو فضائي بريد په سهوا شوے دے ۔ د برتانوي مېډيا له مخې امريكائي اتحادي ځواكونو منلې ده چې د ستمبر په 17مه نېټه د دوي بريد په سهوا شوے كوم چې د داعش په نخښه كولو په نيت شوے و۔ د امريكائي پوځ لېفټېننټ جنرال جيف هيريګن وئيلي دي په دې پېښه كښې مونږ په معيار پوره نه يو ختلې ۔ مېنځني ختيز لپاره د امريكې د سېنټرل كمانډ يو وياند وئيلي دي دا غلطي د افسوس وړ ده٬ په دې كښې د سورئې پوځ په نخښه كولو اراده شامله نه وه۔ له بلې خوا اولس مشر بشارالاسد وئيلي دي دا بريد قصدا شوے۔ د روسيې پوځ له مخې په دې بريد كښې د سوريې 62 عسكر وژلې شوي وو