دوحه08 جنوري (اے پي پي) د افغان طالبانو او امريكې ترمينځه خبرې اترې(نن)د شورو په ورځ د قطر په پايه تخت دوحه كښې كېږي۔د المان خبر رسنې ادارې له مخې په خبرو كښې به د امريكې ځانګړی استازې زلمې خليل زاد د طالب استازو سره په افغانستان كښې د امن په امكاناتو خبرې كوي۔دا څلورم مذاكراتي پړاو دے ٬د طالبانو يو استازي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط وئېلي …
د افغان طالبانو او امريكې ترمينځه خبرې اترې(نن)كېږي

مزید خبریں
دوحه08 جنوري (اے پي پي) د افغان طالبانو او امريكې ترمينځه خبرې اترې(نن)د شورو په ورځ د قطر په پايه تخت دوحه كښې كېږي۔د المان خبر رسنې ادارې له مخې په خبرو كښې به د امريكې ځانګړی استازې زلمې خليل زاد د طالب استازو سره په افغانستان كښې د امن په امكاناتو خبرې كوي۔دا څلورم مذاكراتي پړاو دے ٬د طالبانو يو استازي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط وئېلي دي د مشورې نه پس به د دوي استازي د امريكې سفير سره په دوحه كښې ملاقات كوي۔د طالبانو يو مشر لارښود وئېلي دي په دې خبرو اترو كښې به د افغان دولت كوم پلاوې ګډون نه كوي۔افغان طالبانو په تېر وخت كښې افغان دولت سره د خبرو كولو وړاندېزونه رد كړي وو







