د لائن آف كنټرول وضعه به ډېره زر ښه شي٬د هېواد سلامتيا چارو په اړه مېډيا دې مثبت كردار ترسره كړي

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي د لائن آف كنټرول(اېل او سي) وضعه به ډېره زر ښه شي٬د هېواد سلامتيا چارو په اړه مېډيا دې مثبت كردار ترسره كړي٬مېډيا به د ځان ملګرې كوو۔هغه د نهې پھ ورځ چيف آف آرمي سټاف كمان سنبهالولو څخه وروستو د دستورې په پاې مېډيا سره غېر رسمي خبرې كولې۔د لائن آف كنټرول وضعې …

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي د لائن آف كنټرول(اېل او سي) وضعه به ډېره زر ښه شي٬د هېواد سلامتيا چارو په اړه مېډيا دې مثبت كردار ترسره كړي٬مېډيا به د ځان ملګرې كوو۔هغه د نهې پھ ورځ چيف آف آرمي سټاف كمان سنبهالولو څخه وروستو د دستورې په پاې مېډيا سره غېر رسمي خبرې كولې۔د لائن آف كنټرول وضعې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل د لائن آف كنټرول وضعه به ډېر زر سمه شي۔ده ووئيل مېډيا له پكار دي چې هغوي د قامي سلامتيا چارو په اړه مثبت رپورټنګ وكړي٬مونږ به اليكټرانك مېډيا د ځان سره ملګرې كوو۔د دې څخه وړاندې د كورس ميټ پوځي افسرانو او رېټائرډ ملګرو سره خبرو كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل زما په اوږو لويې ذمه واري راغلې٬د دې ذمه وارو ترسره كولو لپاره به خپل ټول صلاحيتونه كاروم

مزید خبریں