اسلام آباد ۔29نومبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي په تېرو درېو كلونو كښې د رېلوے 1017 اېكړه زمكه د قبضه ګرو څخه آزاده كړې شوې۔ د رېلوے قبضه كړې شوې زمكې د كمرشل مقاصدو لپاره كارول به ونه زغملې شي۔ داسې ګامونه به پورته كولې شي چې راروانو نسلونو ته غوره رېلوے وركړو۔ د څلورمې درجې ملازمان فلېټس جوړوي۔ بيا هم د رېلوے …
د رېلوے 1017 اېكړه زمكه د قبضه ګرو څخه اخستې شوې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔29نومبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي په تېرو درېو كلونو كښې د رېلوے 1017 اېكړه زمكه د قبضه ګرو څخه آزاده كړې شوې۔ د رېلوے قبضه كړې شوې زمكې د كمرشل مقاصدو لپاره كارول به ونه زغملې شي۔ داسې ګامونه به پورته كولې شي چې راروانو نسلونو ته غوره رېلوے وركړو۔ د څلورمې درجې ملازمان فلېټس جوړوي۔ بيا هم د رېلوے زمكې به ملازمانو لپاره كوم هاؤسنګ سكيم له نه وركړې كېږي ۔ د رېلوے ريونيو تر جون 2016ﺀ 32 اربه روپو ته رسېدلې۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل د رېلوے ښه والي كښې د ملازمانو برخه شته۔ د رېلوے ريونيو تر جون 2016ﺀ 32 اربه روپو ته رسېدلې۔ حكومت د 36 اربه روبو ټارګټ وركړے۔ زمونږ هدف د 40 اربو څخه زيات دے۔ ده ووئېل كه د تېلو رسد بند هم شي نو تر 20 ورځو د تېلو پنګې لرو۔ ده ووئيل پاكستان كښې بلټ ټرېنونه نشي چلېدې او نه وسائل شته۔ ده وويئل د رېلوے په زمكو به مقبرې نه جوړېږي۔ مقبرې به ښارونو څخه بهر جوړولې شي۔ ده ووئيل پېښور څخه تر طورخم د ټرېن چلولو جاج اخستې شوي۔ پېښور لاهور سېکشن لپاره ایشین ډوېلپمنټ بنک دوه نيمه اربه روپۍ قرض منظور كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د رېلوے د څلورمې درجې ملازمانو لپاره فلېټونه جوړولې شي۔ د پاكستان رېلوے زمكې به هاؤسنګ سكيمونو له نه وركړے كېږي او نه به چاله پلاټ وركوؤ۔ ده وئيل د رېلوے په زمكو قبضه ختمولو لپاره به لا وخت پكار وي










