په نائجېريا كښې د جنګيالو ډلې د تېلو پائپ لائن په چاودنه د الوزولو ذمه واري قبوله كړه

ابوجه 29 نومبر (اے پي پي﴾ په نائجېريا كښې د جنګيالو ډلې د هېواد په سوئيلي سيمه كښې د تېلو پائپ لائن په چاودنه د الوزولو ذمه واري قبوله كړې۔ د عرب مېډيا له مخې نائجېر ډېليټا كښې فعالې د جنګيالو ډلې وئيلي دي چې د دوي لخوا تېره ورځ دا كارروائي د دوي په ضد د حكومتي ځواكونو د كارروائې ځواب و۔ دې ډلې خبردارې وركړې چې په سباؤن كښې به هم داسې بريدونه كوي۔ دا ډله په دې سيمه كښې د تېلو په ګټه كښې د دې سيمې ابادې لپاره د مساوي برخې غوښتنه كوي۔