موريطاني اولس مشر د جنورې په 10مه نېټه سوريه ته ځي

رياض 07 جنوري (اے پي پي) د موريطانيه اولس مشر به د جنورې په 10مه نېټه د سوريې دوره كوي۔ د كوېت مجلې السياسه اېډيټر انچيف احمد الجبار الله اطلاع وركړې چې د يو عرب هېواد مشر به د جنورې په 10مه نېټه د سوريې دوره كوي۔ ده وئيلي دي چې د كال 2019م د مارچ په مياشت كښې په تيونس كښې د عرب مشرانو په كنفرنس كښې به سوريه …

رياض 07 جنوري (اے پي پي) د موريطانيه اولس مشر به د جنورې په 10مه نېټه د سوريې دوره كوي۔ د كوېت مجلې السياسه اېډيټر انچيف احمد الجبار الله اطلاع وركړې چې د يو عرب هېواد مشر به د جنورې په 10مه نېټه د سوريې دوره كوي۔ ده وئيلي دي چې د كال 2019م د مارچ په مياشت كښې په تيونس كښې د عرب مشرانو په كنفرنس كښې به سوريه شاملولې شي۔ د موريطانيه اولس مشر به د جنورې په 10مه نېټه د سوريې دوره كوي۔ د دې نه پس به د نورو عرب هېوادونو مشران هم سوريې ته ځي۔ له بلې خوا متحده عرب اماراتو دمشق لپاره د خپلو پروازونو بحالې لپاره د دمشق د هوائي اډې د جاج اخستلو كار پېل كړے