اسرائيلي فضائيه د ګولان په غرونو كښې د سوريې په سيمه كښې د داعش په اډو بمباري وكړه

مقبوضه بيت المقدس 29 نومبر (اے پي پي﴾ اسرائيلي فضائيه د ګولان په غرونو كښې د سوريې په سيمه كښې د داعش په اډو بمباري كړې۔ د المانې مېډيا له مخې اسرائيلي پوځ په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې تېره په دې كارروائې كښې د ملګرو ملتونو هغه متروكه ودانې په نښه كړې شوې چرته چې جنګيالو اډې جوړې كړې دي۔ اسرائيلي فضائيه دا كارروائي په داسې وخت كښې كړې ٬ كله چې تېره ورځ د داعش جنګيالو په اسرائيلي عسكرو ډزې كړې وې او اسرائيلي عسكرو په ځوابي ډزو كښې څلور جنګيالي وژلي وو