واشنګټن ۔ 4 جنوری (اے پی پی) د امريكائي ځواك چيف آف سټاف جنرال مارك مائلي په صدارتي مانړۍ كښې افغان اولس مشر اشرف غني سره ملاقات كړې دې۔ دې ملاقات څخه يو ورځ وړاندې امريكائي اولس مشر ډونالډ ټرمپ د جنګ په نتيجه كښې په ځپلي شوي هېواد كښې د امريكا په روانو هڅو ټكونه كړي وو۔ امریکائي او افغان چارواكو ددې خبرې تصديق كړې دې چې مارك مائلي …
د امريكائي ځواك چيف آف سټاف جنرال مارك مائلي په صدارتي مانړۍ كښې اشرف غني سره وليدل

مزید خبریں
واشنګټن ۔ 4 جنوری (اے پی پی) د امريكائي ځواك چيف آف سټاف جنرال مارك مائلي په صدارتي مانړۍ كښې افغان اولس مشر اشرف غني سره ملاقات كړې دې۔ دې ملاقات څخه يو ورځ وړاندې امريكائي اولس مشر ډونالډ ټرمپ د جنګ په نتيجه كښې په ځپلي شوي هېواد كښې د امريكا په روانو هڅو ټكونه كړي وو۔ امریکائي او افغان چارواكو ددې خبرې تصديق كړې دې چې مارك مائلي او اشرف غني د ملاقات په مهال په افغانستان او منطقه د امريكائي حكمت عملۍ په مثبت اغېز خبره كړې ده۔ د افغان اولس مشر مرستيال وياند صميم عارف د يو ټويټ ترمخه جنرل مارک مائلی وئيلي دي چې امريكا به په افغان مشرتابه او عملدارۍ كښې د امن عمل ملاتړ دوام دار ساتي۔ د اولس مشر يو بل وياند ددې خبرې تصديق كړې دې چې دواړو په خود كفالتۍ اډانه د اوږدې مودې په ګام هم خبرې اترې كړې دي دغسې چې افغان حكومت په خپلو پښو د ودرېدو جوګه كړې شي۔










