د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د 9م قامي مالياتي كمېسون دوهمه غونډه

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي)د 9م قامي مالياتي كمېشن(اېن اېف سي)دوهمه غونډه د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه۔د پنجاب د خزانې صوبائي وزير ډاكټر عائشه غوث پاشا د اېن اېف سي خېبرپښتونخوا غړې پروفيسر محمد ابراهيم او د اېن اېف سي بلوچستان ډاكټر قيصر بنګالي پشمول د خزانې وفاقي سېكتر٬د څلورو واړو صوبو خزانې سېكترانو٬د اېف بي آر چيئرمېن …

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي)د 9م قامي مالياتي كمېشن(اېن اېف سي)دوهمه غونډه د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه۔د پنجاب د خزانې صوبائي وزير ډاكټر عائشه غوث پاشا د اېن اېف سي خېبرپښتونخوا غړې پروفيسر محمد ابراهيم او د اېن اېف سي بلوچستان ډاكټر قيصر بنګالي پشمول د خزانې وفاقي سېكتر٬د څلورو واړو صوبو خزانې سېكترانو٬د اېف بي آر چيئرمېن او د خزانې وزارت اعلٰی چارواكو غونډه كښې ګډون وكړو۔د اېن اېف سي چيئرمېن سناتور اسحاق ډار ګډون كونكو ته هركلے اووې۔په دې مهال د 9م اېن اېف سي ايوارډ اولنۍ غونډې مېنټس منظوري وركړې شوه۔غونډه كښې د 7م اېن اېف سي ايوارډ جنوري۔ جون 2016 په موده كښې د 6 مياشتنيز مانيټرنګ راپور جاج اخستلو څخه وروستو د دې منظوري وركړی شوه۔په دې مهال د اېن اېف سي چيئرمېن د صوبو د استازو په سلا پرېكړه وكړه چې دا رپور به د روانې اونۍ په مهال پارلمان ته وړاندې كولې شي او دا يوه آئيني غوښتنه ده۔وفاقي وزير اسحاق ډار 9م اېن اېف سي ايوارډ ته د حتمي شكل وركولو په لړ كښې د صوبائي حكومتونو استازو او د اېن اېف سي غړو فعاله ګډون وستائېلو

مزید خبریں