لاهور 28 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق فاټا رېلوے نېټ ورك كښې د شاملولو او پیښور څخه تر طورم د رېل لنګ فزېبلټي جوړولو هدايت كړې۔ده دا هدايت رېلوے هېډكوارټر دفتر لاهور كښې د يو غونډې مشري كولو په مهال كړې۔غونډه كښې د ابتدائي ډيزائن او سروے په اړه د سي پیك ډلې مشر محمد اشفاق خټك٬وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو چې په كراچي …
د رېلوے وفاقي وزير فاټا د رېلوے نېټ ورك كښې شاملولو او پېښور څخه تر طورخم د رېل لنګ فېزبلټي تيارولو هدايت وكړو

مزید خبریں
لاهور 28 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق فاټا رېلوے نېټ ورك كښې د شاملولو او پیښور څخه تر طورم د رېل لنګ فزېبلټي جوړولو هدايت كړې۔ده دا هدايت رېلوے هېډكوارټر دفتر لاهور كښې د يو غونډې مشري كولو په مهال كړې۔غونډه كښې د ابتدائي ډيزائن او سروے په اړه د سي پیك ډلې مشر محمد اشفاق خټك٬وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو چې په كراچي پېښور اېم اېل ون تندۍ سره كار روان دې كوم به چې د راروانې مياشتې تر آخر بشپړ شي۔وفاقي وزير د فاټا په اړه د خپلې رائے څرګندونې كولو سره ووئيل چې فاټا بايد قامي هلو ځلو كښې شامل كړې شي۔دې لپاره رېلوے بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د سي پیك منصوبې كاميابۍ څخه وروستو د تجارت زياتېدو ترمخه طورخم څخه افغانستان او تر مينځنۍ آسيا رسنې لپاره دې د چمن۔سپين بولدك سېشكن متبادل روټ جوړولو له تګلار تيار كړې شي










