د جنرال راحيل شريف په مشرۍ كښې كور كمانډرانو سره د مخه ښې غونډه

پینډۍ 28 نومبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف پھ مشرۍ كښې د ګل په ورځ د كور كمانډرانو څخه د مخه ښې غونډه وشوه ۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال راحيل شريف پھ مشرۍ غونډه كښې غوره شوي سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬كور كمانډرانو او د پرنسپل سټاف افسرانو ګډون وكړو۔د غونډې په مهال كور كمانډرانو سرلښكر جنرال راحيل شريف ته پېرزوئنې وړاندې …

پینډۍ 28 نومبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف پھ مشرۍ كښې د ګل په ورځ د كور كمانډرانو څخه د مخه ښې غونډه وشوه ۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال راحيل شريف پھ مشرۍ غونډه كښې غوره شوي سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬كور كمانډرانو او د پرنسپل سټاف افسرانو ګډون وكړو۔د غونډې په مهال كور كمانډرانو سرلښكر جنرال راحيل شريف ته پېرزوئنې وړاندې كړې او د هغه د هېواد لپاره خذمات يې وستائل۔سرلښكر جنرال راحيل شريف جنرال قمر جاوېد باوجوه له د جنرال پھ چوكۍ ترقي او د سرلښكر په حېث په غوره كېدو مباركي وركړه۔جنرال راحيل شريف ووئيل زما لپاره دا د وياړ خبره ده چې ما د سرلښكر كمانډ سنبهالولو نه پس دريو كلونو كښې د نړۍ د يو ښه پوځ قيادت كړې۔ده د پاك پوځ سرلښكر په توګه د ملازمت په مهال د كور كمانډرانو مرسته وستائله

مزید خبریں