په بنو كښې نامعلومو كسانو د امن كمېټې غړې شاه ولي ګل ووژلو

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) په بنو كښې نامعلومو كسانو د امن كمېټې غړې شاه ولي ګل ووژلو۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د بنو په جاني خيل سيمه كښې نامعلومو وسله والو د امن كمېټې په غړي هغه مهال ډزې وكړې كله چې هغه د كور نه بهر روان شو۔ په ډزو كښې شاه ولي ګل په ټكي مړ شو۔ د پوليسو له مخې دا پېښه د پخوانې دښمنې وجه معلومېږي۔ د تورنو لټون پېل كړې شوې۔