د وزيراعظم په مشرۍ كښې ټول هېواد كښې د پرمختګ عمل روان دے۔محمد برجيس طاهر

اسلام آباد 27 نومبر (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارووفاقي وزير چوهدري محمد برجيس طاهر وئېلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې په ټول هېواد كښې ځانګړې پرمختګ عمل روان دے كوم سره چې د يو نوي پاكستان بنياد مضبوطېږي۔د پاكستان مسلم ليګ(ن) كارمندانو ته په وېنا كښې ده ووئيل چې تحريك انصاف هېواد كښې يوازې د دهرنو سياست كولې شي۔وفاقي وزير وئيل حكومت …

اسلام آباد 27 نومبر (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارووفاقي وزير چوهدري محمد برجيس طاهر وئېلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې په ټول هېواد كښې ځانګړې پرمختګ عمل روان دے كوم سره چې د يو نوي پاكستان بنياد مضبوطېږي۔د پاكستان مسلم ليګ(ن) كارمندانو ته په وېنا كښې ده ووئيل چې تحريك انصاف هېواد كښې يوازې د دهرنو سياست كولې شي۔وفاقي وزير وئيل حكومت د دريو كالو پھ موده كښې هېواد ته رامخې ته شوې ټولو چېلنجونو قابو موندلې كوم ته چې نن د پاكستان دښمن هم حيران او پرېشان دے او د پاكستان غېر مستحكم كولو لپاره په كورنيو او بهرنيو سازشونو كښې بوښت دے۔ده ووئيل د پاكستان اولس د محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې يو موټې دے او خپلو كشميري وروڼو او ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او كوم هم جارحيت بشپړه ځواب وركولې شي۔ده ووئيل په ټولو چېلنجونو قابو موندلو نه علاوه حكومت د ټولو څانګو پرمختګ لپاره رېكارډ فنډ وركوي دغسې د ټولو څانګو كښې د پرمختګ لاره هواره شوې۔ده ووئيل د پرمختګ دا عمل به روان وي او په كال 2018 كښې به هم اولس دپه مسلم ليګ(ن)د محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې د بشپړه باور څرګندونه كولو سره ټولټاكنو كښې كاميابوي

مزید خبریں